
لوګر اوسیدونکو له پوهنې ریاست سره ۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې
د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې دغه مرسته د پوهنې بهیر د پرمختګ او د شته ستونزو د هواري په موخه د ولسي وګړو له لوري شوې ده.
د پوهنې ریاست ویاند، شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل؛ «دغه مرستې د پوهنې له ریاست سره په هغمږۍ د شتمنو او عامو خلکو په خپله خوښه د پوهنې بهیر د پیاوړتیا ، زده کوونکو ته د لازم ښوونیز چاپېریال د برابرولو په پار له ۲۲ دیني مدرسو او ښوونځیو سره کړې دي. »
د عرب په خبره؛ ترسره شوېو مرستو کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو په موخه د ځمکو وقف کول، د درسي ټولګيو او د احاطوي دېوالونو جوړول، د ودانیو او ملحقاتو بیارغول، ښوونکو او زده کوونکو ته د پاکو څښاکو اوبو برابرول، د لمریزې برېښنا فعالول، زده کوونکو ته د درسي موادو برابرول او ځینې نورې مرستې شاملې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر اوسېدونکو له لوري پوهنې ریاست سره د میلیونو افغانیو په ارزښت مرسې کړې دي.