
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي سلام وطندار راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د واليبال فدراسیون له لوري د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ اب» سیمه کې د ولایت په کچه د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو پایلوبې ته د لوګر د اتلانو او میرزاخېلو لوبډلو لاره موندلې وه چې د لوګر اتلانو لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او اختریز جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
هغه وایي، دغه سیالۍ د واليبال لوبې ته د ودې ورکولو، د ځوانانو ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کېدو، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او همدارنګه د لوی اختر د ښه لمانځل کېدو په موخه ترسره شوې.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د والیبال اختریز جام سیالیو غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې.
بلخوا، د یادو سیالیو یوه ګډونوال عبدالله مهال راډیو ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ولایت په کچه د ورزشکارانو ترمنځ ښې او مسلکي اړیکې رامنځته کړي.
نوموړي د واليبال فدراسیون پر مسوولینو غږ وکړ چې د لوګر د واليبال لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه او د لوبو معیاري لوبغالي جوړ کړي.