نړۍ

پر ایران د اسراییل برید ته د ټرمپ غبرګون: اوضاع به تر دې هم بدتره شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو د اسراييل بریدونو ته لومړني غبرګون کې ویلي، “هوکړې ته د رسېدو لپاره یې ایران ته ډېر فرصتونه ورکړي وو”، خو اوس شرایط توپیر کوي.

هغه ویلي، «ځینې ایراني توندلارو د زړورتیا خبرې کولې، خو نه پوهېدل چې څه به پېښ شي. اوس هغوي ټول مړه شوي او اوضاع به نوره هم بدتره شي.»

ټرمپ همدارنګه ویلي، «هغوی ته مې خبرداری ورکړی وو چې دغه برید به تر هغه ډېر بد وي چې وړاندوینه يې کوي یا هغوی ته ویل شوي. امریکا د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات جوړوي او اسراییل يې ډېره اندازه لري او لا ډېر يې په لاره کې دي. هغوی پوهېږي چې څنګه له دغو تجهیزاتو استفاده وکړي.»

ټرمپ له ایران څخه وغوښتل مخکې له دې چې هیڅ پاتې نه‌شي، اټومي هوکړې ته ورسیږي.

د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ویلي وو چې امریکا پر ایران د اسراییل بریدونو کې لاس نه‌لري.

دې سره ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسراییل یو ځل بیا د نطنز اټومي تاسیساتو په ځینو بریخو بریدونه کړي دي.

فارس خبري اژانس نن (جمعه، جوزا ۲۳) راپور روکړی چې اسراییل څو شېبې وړاندې پر دغې اټومي بټۍ برید کړی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button