نړۍ

ټرمپ: “موږ په اسانۍ د ایران او اسرائیل ترمنځ تړون کولی شو”

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات د ایران او اسرائیل ترمنځ په تازه شخړه کې هېڅ رول نه لري.

ټرمپ په خپله د “ټروت سوشل” شبکه کې لیکلي: “نن شپه پر ایران برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري.” ایران متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو ته خبرداری ورکړی چې د تهران د غچ اخیستنې بریدونو د مخنیوي لپاره دې له اسرائیلو سره مرسته نه کوي.

ټرمپ زیاتوي: “که پر موږ ایران هر ډول برید وکړي، نو د امریکا وسله‌وال ځواکونه به په خپل بشپړ ځواک او زور په بې‌ساري کچه پر تاسو برید وکړي.” هغه دا هم ویلي: “خو موږ د ایران او اسرائیل ترمنځ یو تړون په اسانۍ ترلاسه کولی شو او دا خونړی شخړه پای ته ورسوو “.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button