نړۍ

پر اسراییل د ایران بریدونو مرګژوبله؛ ۲۴ وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ژوبل دي

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د جمعې له ورځې راهیسې تر نن سهار پورې نښتو کې ۲۴ اسراییلیان وژل شوي او ۵۹۲ نور ټپیان دي.

سي‌ان‌ان شبکې نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) راپور ورکړی چې د ۱۰ ټپیانو وضعیت هم نازک دی.

د اسراییل د لومړي وزیر د بیانیې پر اساس، ایران د نښتو پرمهال په اسراییل څه باندې ۳۷۰ بالستیک توغندي او سلګونه ډرون توغولي دي.

ایران د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد پر ځینو برخو او پوځي چارواکو د بریدونو په غبرګون کې اسراییل په نښه کړی دی.

د دواړو لورو ترمنځ بریدونه داسې مهال دوام لري چې د جګړې پراخېدو څخه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

اسراییل او ایران دواړو تراوسه د شاتګ یا بېړني اوربند لپاره چمتوالی نه دی ښوولی.

رویټرز اژانس نن د ایراني چارواکو په خبره ویلي، تر هغه چې د اسراییل بریدونه دوام ولري، تهران به خبرو ته چمتو نه‌شي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button