
لوګر کې د غلو درې کسیزه ډله نیول شوې
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د مسلکي غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په «پورک» سیمه کې د لوې لارې ساتنې پولیسو له لوري د غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.
انس زیاته کړه، دغه ډله غلو له اوږدې مودې راهیسې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د کورونو، هټیو، موټرو او دې ته ورته نورو غلاو کې ښکېل وه، چې د امنتي ځواکونو له لوري د یوه دوکان څخه د غلا پر مهال نیول شوې دي.
ده وویل: « د امنیه قوماندانۍ د لوې لارې ساتنې پولیسو له لوري تېره شپه د مرکز پل علم ښار اړوند په پورک سیمه کې هغه مهال درې مسلکي غله نیول شوې چې له یوه دوکان څخه یې غلا کوله، دغه کسانو له یو شمیر نورو کورنو او سوداګریزو مارکېټونو څخه هم غلا کړې ده.»
انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
بلخوا، نیول شوو کسانو هم د رسنیو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې وخت ناوخت غلاوې کولې.