نړۍ

روسیه امریکا ته: اسراییلو سره د پوځي مرستې فکر هم ونکړې

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې په لړ کې روسیې په لومړي ځل امریکا ته خبرداری ورکړی چې اسراییلو سره د پوځي مرستې په اړه فکر ونکړي.

سي‌اېن‌اېن د یوه امریکايي لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا شاوخوا ۳۰ الوتکې اسراییلو ته د تېلو رسولو عملیاتو کې مرسته کوي.

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران ملاتړی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد حق لري چې د سوله‌ییزو موخو لپاره اټومي وسلې ولري.

نوموړې همداراز ټينګار کړی چې منځني ختیځ کې اټومي ګواښونه فرضي نه، بلکې په وینا یې، عملي بڼه لري چې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ رامنځته کولای شي.

د روسیې بهرنیوچارو وزارت ویاندې پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي دي.

هغې ویلي: «دا ټول نه یوازې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کېږي، بلکې سیمې او نړۍ ته مستقیم ګواښ هم دی، ځکه چې بریدونه په سوله‌ییزو اټومي یا اټومي تاسیساتو کیږي. اټومي ګواښ عملي اړخ لري، نه فرضي.»

د اټومي انرژي نړیوالې ادارې نن ویلي چې اسراییلو د ایران د اټومي وسلو اړوند د سنټرفیوژونو د تولید دوه تاسیسات په نښه کړي دي. تهران تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button