افغانستان خبرونهلوګر

لوګر څرخ ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په‌ کې سلګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ مدیر محمد ګل تسل مهال راديو ته وویل، چې دغه نندارتون مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه جوړ شوی دی.

تسل زیاته کړه:«په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې سره مینه ډېره شوې او پلان لرو چې ورته نندارتونونه نه یوازې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړو.»

بلخوا د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکو په ځانګړې توګه ځوانانو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې یې د مطالعې دود پراختیا په موخه د کتابونو یو ورځینی نندارتون جوړ کړ.

دوي همدارنګه ټینګار کوي چې اطلاعاتو او کلتور ریاست دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.

باید وویل شي چې له دې مخکې هم د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړی شوی و.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button