افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې

د لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

ددغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد مهال راډيو ته وویل، د پخوا په پرتله لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، ددغه ولایت کروندګرو په خپلو کرنیزو ځمکو سږ کال شاوخوا ۳۶۵ همکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي.

شاهد وایي، کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د لوګرولایت کروندګرو د هندواڼو محصولاتو ته مناسبه بازارموندنه وکړي.

د لوګر د هندواڼو یوه بزګر عبدالله مهال راډیو ته وویل، د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توکه د سنبلې او میزان په میاشت کې پخیږي، او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلو ګرام تخم شیندل کیږي.

هغه وویل، دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله د پخوا په پرتله زیاته شوې ده، خو په لاس راغلي محصولات مناسب بازار نه لري او یومن هندواڼه په بازار کې په ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button