افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

د لوګر د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (شنبه، سرطان ۷مه) مهال راډيو ته وویل، دغو سېلابونو د ولسوالیو په پرتله په مرکز پل‌علم کې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي.

دی وايي، د سېلابونو له امله مرکز پل‌علم کې لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلي، زرګونه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي، ‌لارې، برښنا ستنې، پلونه او سړکونه تخریب شوي دي.

صدیقي وایي، زیانمنو سره د بېړنیو مرستو په موخه د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني له زیانمنو شویو کورنیو سره له نږدې لیدلي او اړونده ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې بېړنې مرستې وکړي.

اخوا د پل‌علم ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، سلګونه کورنۍ تېره شپه د سېلابونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو او د ګڼ شمېر نورو د هستوګنې کورونه او کرنیز فصلونه تخریب شوي.

همدارنګه د کابل-ګردیز عمومي سړک دوهم لین د محمداغې ولسوالۍ په «تنګي واغجان» سیمه کې د سېلابونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوی دی.

هېره دې نه وي چې د تېرې شپې سختو اورښتونو او سېلابونو له امله میدان‌وردګ کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button