
د لوګر ازرې ولسوالي کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه وړي
د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرې ورځې سخت اورښت وروسته په ازرې ولسوالي کې سېلابونه راوتلي او د یادو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد مهال راډیو ته وویل، په ازرې ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیز فصلونه او باغونه لهمنځه تللي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، په ازرې ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو او کوچیانو مالدارۍ ته هم زیان رسېدلی او ګڼشمېر څاروي لهمنځه تللي دي.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالي کې هم د شنبې شپې سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه لهمنځه تللي او همدارنګه ۲۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي دي.
سېلاب ځپلې کورنۍ هم له حکومت او نړیوالو مؤسساتو د بیړنو مرستو غوښتنه کوي.