افغانستان خبرونهټولنه

د بودیجې کمښت؛ اوچا: افغانستان کې د ماین‌پاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (سه‌شنبه، د جولای لومړۍ) په یوه راپور ویلي چې په افغانستان کې پر ماینونو د پوښلو سیمو پاکولو لپاره د بودیجې او ماین‌‌پاکونکو له کمښت سره مخ دي.

د اوچا  له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماین‌پاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نه‌شي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماین‌پاکونکو هڅې ناکامې شي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) زیاته کړې چې افغانستان کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۵۵ کسان له جګړې د پاتې ماینونو او د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یاهم ټپیانېږي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۱ کال پرمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ماین پاکوونکي پر کار بوخت وو؛ نن ورځ دا شمېره یوازې ۱۵۰۰ ته راټیټه شوې ده. د نږدې ۳۰۰ ماین پاکوونکو ټیمونو څخه، یوازې ۱۷۶ یې د روان کال د اپریل میاشتې پورې فعال وو. «د بېړنۍ مرستې پرته، دا شمېره به نوره هم راټیټه شي، او زیان منونکې ټولنې به بې ملاتړه پاتې شي.»

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button