
د بودیجې کمښت؛ اوچا: افغانستان کې د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (سهشنبه، د جولای لومړۍ) په یوه راپور ویلي چې په افغانستان کې پر ماینونو د پوښلو سیمو پاکولو لپاره د بودیجې او ماینپاکونکو له کمښت سره مخ دي.
د اوچا له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نهشي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماینپاکونکو هڅې ناکامې شي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) زیاته کړې چې افغانستان کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۵۵ کسان له جګړې د پاتې ماینونو او د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یاهم ټپیانېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۱ کال پرمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ماین پاکوونکي پر کار بوخت وو؛ نن ورځ دا شمېره یوازې ۱۵۰۰ ته راټیټه شوې ده. د نږدې ۳۰۰ ماین پاکوونکو ټیمونو څخه، یوازې ۱۷۶ یې د روان کال د اپریل میاشتې پورې فعال وو. «د بېړنۍ مرستې پرته، دا شمېره به نوره هم راټیټه شي، او زیان منونکې ټولنې به بې ملاتړه پاتې شي.»