افغانستان خبرونهتازه خبرونه

روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده

روسیه لومړنی هیواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده، په مسکو کې یې د افغان سفیرباورلیک هم منلی او ویلي یې دي چې دغه ګام به یې دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري ژیرنوف،  د دغه وزارت له سرپرست وزیرمولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

خبرپاڼه کې راغلي، روسیې سفیر د دې پرېکړې اهمیت په ګوته کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله بللې ده.

متقي ویلي، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختگ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلګه رامنځ ته کوي.

د هغه په خبره، له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button