افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې پر ۵۱ زره زده‌کوونکو درسي توکي وېشل کېږي

لوګر پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوي کتابونه به د ښوونځیو پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډيو ته وویل، «دا درسي کتابونو او درسي موادو کې  ۱۱۸۶۹۸ ټوکه درسي کتابونه ، ۲۵۸ کېټه اداري مواد ، ۲۰۰۳ کېټه د ښوونکو درسي مواد، ۲۵۶۵ کېټه د زده کوونکو درسي مواد او ځینې نور ښوونیز توکي شامل دي، چې د پوهنې آمریتونو له لارې به  د ۲۸۸ ښوونځیو د اصول صنفي پر ۲۰۰۳ ښوونکو او ۵۱۳۰۰ زده کوونکو ووېشل شي.»

هغه همدارنګه زیاتوي، یاد کتابونه او درسي توکي ولسوالیو امریتونو ته رسیدلې دې او ډير ژر به په زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.

عرب په وینا، د یادو کتابونو او درسي توکو له وېش سره به په ښوونځيو کې د کتابونو او درسي توکو ستونزه تر ډيره راکمه شئ.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د لوګر ښوونځيو سره د کتابونو او درسي توکو مرسته شوې وه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button