افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر کرنې ریاست: بزګرانو ته د عصري کرکېلې پوهاوي سره حاصلات لوړ شوي

لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د کرنې ریاست کارکوونکو له لوري بزګرانو ته د عصري کرکېلې په اړه عامه ورکړل شوی دی.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي شیراقا پير حبیب‌الله پل‌علم کې له بزګرانو سره د لېدنې پرمهال وویل، د لوګر بزګران تر هڅه وړاندې د عصري کرکېلې برخه کې عامه پوهاوي ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه،د پخوا په پرتله لوګر کې د بزګرانو په کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی ده او دوي هڅه کوي چې د بزګرانو په لاس راغلیو حاصلاتو ته مناسبه بازارموندنه وکړي.

حبیب الله وویل، اوس مهال د لوګر په یوشمېر کې بزګران د خپلو کرکېلو خړوبولو کې له قطرې سېستم څخه کار اخلي چې په کمو اوبو کولای شي چې ډيرې ځمکې خړوبې کړي او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي.

بل‌خوا د لوګر بزګران وایي لوګر کرکېله د پخوا په پرتله تر ډيره عصري شوې ده او ډیری بزګران په عصري ماشینونونو کرکېله ترسره شوي خو اړتیا ده چې کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوال بنسټونه د کروندګرو عامه پوهاوي کچه لوړه او بزګرانو سره د عصري ماشینونو مرسته وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button