
کابل کې د عاشورا ورځ ونمانځل شوه
کابل کې د محرم لسمه د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د سرطان ۱۵) د سلګونو کسانو په حضور سره ترسره شول.
د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، امام حسین رض د ظلم او زیاتي پر وړاندې اودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو الګو ووسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین مدار علي کریمي بامیاني په دې اړه وویل:
«ولې له حسین څخه تجلیل ونهکړو، اسلامي ملت باید په یوالي سره دغه ورځ ونمانځي، حسین په مذهب پورې تړلی نهدی، هغه په اسلام پورې تړلی دی، د هر کس دنده ده چې دغه ورځ ونمانځي.»
ورته وخت کې د تېر حکومت پر مهال د مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي هم له ځوانانو وغوښتل چې په دغه ورځ د دې پر ځای چې له عاشورا ناسم تصویر وړاندې کړي، اړمنو ته دې وینه ورکړي.
«کوم تصویر چې مونږ وړاندې کوو، په ځنځیر ځان وهل دي، دا یو ناسم تصویر وړاندې کول دي او حرام بلل شوی، دغسې کار له عاشورا د واټن اخیستلو لامل کیږي، پر ځای یې باید اړمنو ته وینه ورکړو.»
دې سره، د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو او تکیهخانو رییس اصف مصباح دغې پروګرام ته وویل، د محرم مراسم پرته له کوم محدودیت هېواد کې ترسره شول.
کابل کې شاوخوا ۵۰۰ جوماتونه او تکیهخانو کې د عاشورا مراسم ترسره شول او ولایتونو کې هم تر ۱۰ زره ډېر جوماتونه دي چې په کې د محرم لسمې ورځ نمانځل کیږي.»
د یادونې ده چې د عاشورا نمانځلو مراسم هرکال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې کابل او د هېواد ولایتونو کې ترسره کیږي.