افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې هره ورځ ۴۲زره لېټره شیدې تولیدېږي

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د پخوا په پرتله دغلته مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی او هره ورځ له مرکز پل‌علم او ولسوالیو څخه د لبنیاتو مرکزونو ته د پروسیس لپاره۴۲زره لیټره شیدې راټولېږي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الله پل‌علم کې د لبنیاتو یوشمېر مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال وویل: «لوګر ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي، کرنې او مالدارۍ ریاست ژمن ده چې د لوګر مالدارو شیدو او لبنیاتو ته د پروسیس لپاره مرکزونه جوړ کړي او د خرڅلاو لپاره ورته مناسبه بازارموندنه وکړي.»

هغه همدارنګه وویل، د مالدارۍ د پرمختګ لپاره کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوال بنسټونه د مالدارنو ملاتړ لپاره ګڼ‌شمېر پروګرامونه په پام کې لري چې ډېر ژر به پيل شي.

بل‌خوا د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر ډاکټر خانشیرین خسرو وویل، لوګر کې ۶۰ د غواګانو لوي فارمونه شتون لري او دغه ولایت کې هره ورځ زرګونه کیلوګرامه شیدې تولیديږي.

خانشرین وویل، د تېرکال په پرتله سږ کال د لبنیاتو تولید کې ۵ سلنه لوړوالی راغلی ده او لامل یې هم د کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوالو بنسټونو له لوري له مالدارو دوامداره ملاتړ ده.

همدارنګه د لوګر ولایت مالدار بیا وایي چې رښتیا هم د پخوا په پرتله د لبنیاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی ده، خو له کرنې او مالدارۍ ریاست څخه غواړي چې د لبنیاتو د پروسیس، خرڅلاو او د مالدارۍ د پرمختګ برخه کې مالدارو ته عامه پوهاوی اسانیتاوې برابرې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button