
لوګر کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه پرانېستل شوه
لوګر ولایت دکلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسؤولین وايي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت بره کي برک ولسوالۍ په «توپک» کلي د څښاک پاکو اوبو رسولوی یوه شبکه جوړه او نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مطبوعاتي مسؤل صبغت الله نائب خېل مهال راډیو ته وویل، د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکه د یونیسف ادارې له لوري د تېر یوه کال په موده کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې ده.
نوموړي زیاته کړه، «یادې شبکې ته د ۱۵۰ متره په ژوروالي څاه کېندل شوې، د برېښنا سولري سیستم ورته جوړ شوی، د ۳۰ زره لېټره اوبو په ظرفیت یوه لویه ذخیره ورته جوړه شوې او همدارنګه ۵ زره او ۸ متره پايپ د هستوګنې کورنو ته غځول شوی ده.»
نائب خېل زیاته کړه، تر دې وړاندې د بره کي برک ولسوالۍ په توپک کلي کي خلکو د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې له ستونزو سره مخ وو چې د دې شبکې له پرانېستې سره د سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه هواره شوه.