
عبدالسلام حنفي: جون میاشت کې له ایرانه نیم میلیون افغانان اېستل شوي
د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي وویل، له ایرانه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او یوازې تېره جون میاشت کې شاوخوا نیم میلیون افغانان له هغه هېواده په زوره اېستل شوي.
ده نن (پنجشنبه، سرطان ۱۹) کابل کې یوې غونډې ته وویل، دامهال هره ورځ تر ۳۰ زره افغانان د هرات اسلامکلا او تر ۱۰ زره نور د نیمروز ورېښمو پُل له لارې په جبري توګه هېواد ته راګرځول کیږي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشر چې له نژدې یې کډوالو سره لیدلي وايي، ایران کې افغانانو سره نامناسب چلند کیږي.
دی زیاتوي چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري افغانانو سره دغه ډول چلند به د ملتونو ترمنځ د کرکې او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ لامل شي.
«مونږ له ډیپلوماټیکو مراجعو غواړو چې د افغانانو حقونو رعایت شي. که افغانانو سره نامناسب چلند او د زور خبره وشي، بیا به د ملتونو ترمنځ د کرکې او اوږدمهاله کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ لامل شي.»