افغانستان خبرونه

رییس‌الوزرا: له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پر مهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي

رییس‌الوزرا ویلی، له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پرمهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه دې ورکړل شي څو خپل منقول توکي له ځان سره هېواد ته ولېږدوي او خپلې غیرمنقولې شمتنۍ او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.

له ايران څخه د افغان کډوالو د اخراج او وروستي وضعيت په تړاو  د ریاست‌الوزراء د دفتر په اعلامیه کې راغلي: «د ایران له حکومت او ولس څخه د څلورو لسيزو په موده کې د افغان مهاجرينو د کوربه‌توب له امله مننه کوم. دا چې په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان مهاجرینو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسؤولينو خپله پرېکړه ګڼم.»

ده ویلي، د افغان مهاجرینو اړوند د ا.ا.ا د مسؤوليت له مخې یې تل له ايراني لوري غوښتنه کړې ده چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي څو له يوې خوا د اخراج پرمهال د مهاجرينو حقوق حفظ شي او له بلې خوا د افغان حکومت مسئولې ادارې وکولای شي د کډوالو د تنظيم چارې په ښه توګه مديريت کړي.

هغه زیاته کړې: «زه پر ايراني مسؤولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو مهاجرين خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.»

ده دغه‌راز له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د اخراج پرمهال د مهاجرينو په تم‌ځايونو کې ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي، تر څو په دې شدیده ګرمي کي له هغو مشکلاتو سره چې تېرو څو اوونيو کې مخ شول، بیا مخ نه شي.

رئیس الوزرا ویلي، ايراني مسؤولين بايد د مهاجرینو په اخراج کې له تدريج او زغم څخه کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو راویستلو زور اخیستی دی.

د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د روان کال د جون میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه له ایران څخه تر نیم میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button