
لوګر کې شپږنېم زره ماشومان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې دغلته د تېرې یوې میاشتې راهیسې په کم عمره ماشومانو کې د نس ناستې ناروغۍ د پام وړ زیاته شوې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، په تيره یوه میاشت کې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار او ولسوالیو روغتونونو ته ۶ زره او ۵ په نس ناستې ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته لیږدول شوې دي.
صدیقي زیاته کړه، له ذکر شویو شمیرو څخه یې یوازې ۴۳۵ ماشومان د لوګر ولایتي روغتون «نائب امین الله لوګري» ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.
والي ویاند وایي، روغتیايي مسؤولین ورته د یادې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه د هوا تودوخه، ورستیو سېلابونو راتګ او د ماشومانو په سمه توګه نه تغذیه کول بولي.
ده وویل، په ټولو دولتي روغتونونو کې د نس ناستې ناروغۍ د درملنې لپاره اسانتیاوې موجودې دي او هڅه کوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د هیوادوالو پوهاوي کچه هم لوړه کړي.
بلخوا د لوګر ولایت مرکزي روغتون کې یوه ناروغ لرونکي شیرباز چې د کورنۍ درې ماشومان یې په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي دي مهال راډيو ته وویل، د هوا د تودوخې درجې لوړیدو سره سلګونه ماشومان په نسناستې ناروغۍ اخته دي، او ځینو یې د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.
هغه ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتیايي مراکزو کې د ناروغانو د درملنې لپاره خپلې اسانتیاوې دوه برابره کړي.