افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د دوه کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني هواره شوه

د لوګر د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

د لوګرد امر بالمعروف ریاست ویاند مولوي اکرام‌الله عزیز مهال راډیو ته وویل: «دغه دښمني شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دې موده کې په خپلو کورونو کې کېنولې وې خو اوس دغه دښمني زموږ په هڅو پر دوستۍ بدله شوه.

هغه دغه راز زیاته کړه، دغه دښمنۍ په مرکز پل‌علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې بالاخره یوه او بل ته یې بښنه وکړه.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د لوګر د امربالمعرف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو او قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له لوري ورته یو شمېر لوېې او وړې دښمنۍ هوارې شوې دي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button