
لوګر کې «چرچرک ناروغۍ» له امله د کچالو کروندې زیانمنې شوي
لوګر کې یوشمېر کروندګر وايي چې دغه افت یوې تور بخونې حشرې ته ورته دی چې له غبرګولي تر تلې میاشتې پورې د کچالو کروند کې راپيدا کېږي او که پر وړاندې درمل ونهکارول شي، پنځوس سلنه د کچالو کروندې تخریبوي او حاصلات یې راکمېږي.
دوی د لوګر پر کرنې او مالدارۍ ریاست غږ کوي چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کروندګرو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ درمل هم مرسته کړي.
د لوګر د مرکز پلعلم اوسېدونکي محمداحسانالله وویل: «هو، ما هم د کچالو کرکیله کړې ده، ډول ډول ناروغۍ هم لري او د چرچرک په نوم افت چې کله زمونږ په کروندو ولیږیږي نو ژر تر ژره دکرنې او مالدارۍ ریاست سره تماس نیسو او ددغې ناروغۍ له امله د ګڼ شمیر کروندګرو د کچالو حاصلات راکم شوې دي.»
د کرنې متخصیص عبدالله وویل چې کچالو کروندو کې چرچرک ناروغۍ نه بلکې یو افت ده چې کچالو ریښي تخریبوي او بوټی له مېنځه وړي.
نوموړی زیاتوي، چې په هغو کرنیزو ځمکو کې دغه ناروغۍ ډيره لیدل کیږي چې د یوه کال په ترڅ کې نه پستیږي او یا هم د کروندګر له له لوري نه قلبه کیږي، هلته دغه حشره هګي کوي چې کال په کال زیاتیږي او د وخت په تیریدو سره کرونده له مینځه وړي.
هغه کروندګرو ته سپارښتنه کوي چې کله یې هم د کچالو او دیته ورته نورو نباتاتو کروندو کې ورته حشره ولیدل شوه، ژر تر ژره دې له نږدې کرنیز متخصیص سره مشوره وکړي.
نوموړي وویل: «البته دا یوه ناروغۍ نده بلکې د کچالو یو افت ده چې د یوې حشرې په واسطه د کچالو ریښې تخریبوي، دکچالو، رومیانو او دیته ورته نورو نباتاتو په کروندو کې لیدل کیږي تر ډيره پورې په چمنونو کې هم لیدل کیږي که درملنه یې په وخت ونشي نبات له مینځه وړي.»
د کرنې دغه متخصیص د کچالو د چرچرک افت په اړه کروندګرو ته سپارښتنه کوي چې هر کال خپلې کروندې تر حاصلات وروسته څو ځلې قلبه او لمر ورکړي، څو پورې د چرچرک حشرې هګۍ له مینځه ولاړې شي.
هغه وایي چې د فصل پرمهال یو شمیر درمل هم شته چې دغه چرچرک افت له مینځه یوسې.
د لوګرد کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د لوګر د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کچالو کرکیله کیږي او سږ کال هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې سلګونه هکتاره ځمکه باندې کچالو کرل شوې دي.
د لوګرد کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد وویل، چرچرک ناروغۍ رښتیا هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د کچالو په کروندو کې لیدل شوې ده.
نوموړي وویل، کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د ساتنې مدیریت کارکوونکي په پام کې لري چې په دې اړه کروندګرو ته پوهاوی ورکړي او د اړتیا په صورت کې ورسره د درملو مرسته هم وکړي.
هغه وویل: «چرچرک یوه مضره حشره ده چې خاورې ته ورته رنګ لري او د کچالو بوټی له ساقي څخه قطعه کوي او تر ډيره پورې د کچالو کروندې ته زیان اړوي، دغه ناروغۍ د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو د کچالو په کروندو کې لیدل شوې دي، مونږ هڅه کوو چې کروندګرو ته په دې اړه عامه پوهاوی او درمل ورکړو.»
لوګر د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي چې د کرنیزو کارپوهانو په باور که چیرې بزګرانو ته د عصري کرکېلې او د ناروغیو د مخنیوي پرضد عامه پوهاوی او وسایل ورکړل شي لرې نده چې ددوي حاصلات به د تیرو کالونو په پرتله سم نیمایي لوړ شي.