افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۷۵ ښوونځيو سره د لابراتواري وسایلو مرسته وشوه

لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې دغه لابراتواري وسایل او مواد د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ چمتو شوي دي، چې د لوګر ولایت اړوند په ۷۵ ښوونځیو ووېشل شول.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب مهال راډیو ته وویل، یاد لابراتواري وسایل او مواد د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ چمتو شوي، چې ټول مالي لګښت یې دوه نیم میلیونه افغانۍ شوی ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په وېشل شویو لابراتواري وسایلو او موادو کې د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۷۵ قلمه بېلابېل تجربوي وسایل او مواد شامل دي، چې د زده کوونکو د عملي او تجربوي زده کړو برخه کې به ترې ګټه پورته شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button