افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ تر سره شوي

لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤولین وایي چې د فوتسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ تر سره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم زي مهال راډیو ته وویل، د فوتسال دغه سیالۍ د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د څرخ ولسوالۍ په «مولانا یعقوبي څرخ جمنازیم» کې جوړې شوې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای لوبې ته د لوګر ولایت د خورشید نوشهر او سیدانو لوبډلو لاره موندلې وه چې خورشید نوشهر لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته وکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

نعیم زي زیاته کړه، د یادې سیالۍ له جوړیدو څخه موخه لوګر ولایت کې فوتسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږۍ رامنځته کول وو.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبډلو او لوبغاړو بېلابېلې ډالۍ هم ووېشل شوې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button