
د مسعینک کان ۶۰ قلمه لرغوني اثار د لوګر موزیم ته وسپارل شول
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د دغه ولایت موزیم د بډاینې په موخه ۶۰ قلمه لرغونې اثار سپارل شوي دي.
لوګر کې په دې اړ جوړو شویو مراسمو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ریاست د اثارو د رغونې امر، سلطان مسعود مرادي وویل؛ دغه ۶۰ قلمه تاریخي اثار چې پهکې سفالي، ډبریز، فلزي، ښیښې توکي او یوشمېر نور اثار شامل دي، د لوګر ولایتي موزیم د بډاینې په موخه انتقال شوي دي.
بلخوا د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېعالله صمیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او دغهراز د لرغونپېژندنې ریاست له مسوولانو څخه مننه وکړه چې په لومړي ځل یې د عینکو کان له لرغونې سیمې موندل شوي ارزښتناک تاریخي اثار لوګر ولایتي موزیم ته سپارل کېږي.
صمیم په خبره، لوګر موزیم ته د لرغونو اثارو سپارل نه یوازې یو مهم فرهنګي اقدام دی، بلکې د ملي هویت د پیاوړتیا، د ځوان نسل لپاره د معلوماتو او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره هم بهترینه وسیله بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې نن د عینکو کان له لرغونې سیمې ترلاسه شوي ۱۴۳۰ قلمه نور تاریخي اثار، د پاکارۍ، ترمیم، ثبت او راجسټر او د لازیاتو څېړنو په موخه کابل ته انتقال شوي دي.