
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې دوه نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي
لوګر ولایت مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې اړوند دوه نويو سایټونو د جوړېدو عملي چارې پيل شوې دي.
د دغه ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي مطیع الله عابد مهال راډیو ته وویل یاد سایټونه د شاوخوا ۳ سوه زره ډالرو په مالي لګښت د مرکز پل علم ښار اړوند په بابوس سیمه کې او دوهم مخابراتي سایټ د بره کي برک ولسوالۍ په عباد کلا سیمه کې جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه کسان له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو برخمن شي.
عابد زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګرولایت په مرکز پل علم او لرو پرتو ولسوالیو کې هغه سیمو ته ژر تر ژره مخابراتي او انټرنېټې خدمات وغځوي چې اوسیدونکې یې له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو بې برخې دي.