افغانستان خبرونهکلتورلوګر

لوګر کې ۴۰ علمي سیالۍ جوړې شوي

لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وایي چې د تېرو دریو کالونو په موده کې ددغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د ځوانانو ترمنځ ۴۰ علمي سیالۍ جوړې شوې دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس رفیع الله صمیم پل علم کې یوې فرهنګي غونډې ته ویلي چې دغه سیالۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یو شمیر خیریه بنسټونو او شخصیتونو په مالي ملاتړ جوړې شوي دي.

هغه وویل، په یادو سیالیو کې د ښوونځيو، پوهنتونونو، دیني مدرسو او له زده کړو فارغیو شویو ځوانانو ګډون کړی ده.

صمیم زیاتوي، له جوړ شویو سیالیو څخه موخه د ځوانانو علمي کچې لوړښت، فکري وده، ځوانان مطالعې ته رابلل او د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کول وو.

اطلاعاتو او کلتور ریاست ریئس په خبره د یادو سیالیو مخکښ ګډنوالو ته یې د ځانګړو ډالیو ترڅنګ یو شمیر کسان د حج عمرې لپاره بیت الله شریف ته هم استولي دي.

هېره دي نه وي په جوړې شوې غونډه کې د لوګر ولایت رسنیزو او فرهنګي فعالانو ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم لاسته راوړنې هم وستایلې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button