
افغانستان خبرونهلوګر
د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر د اوبو او انرژۍ ريیس ملا محمداسماعیل اخندازده وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) د دغه ولایت د برهکيبرک ولسوالۍ په یحیی سیمه کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند جوړولو چارې پیل کړې.
هغه زیاته کړه، د اوبو د دغه سربند جوړولو چارې به د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او له جوړېدو سره به یې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د اخندزاده په خبره، په دې پروژه کې د ۴۱ مترو په اوږدوالي د سربند او نورو برخو جوړول شامل دي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به پهکې ۱۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، د اوبو مدیریت برخه کې ورته پروژې عملي کول ځانګړی اهمیت لري او له ځایي اوسېدونکو یې وغوښتل چې د یادې پروژې په عملي کېدو کې له مسوولینو سره همکاري وکړي.