افغانستان خبرونه

متقي: له متحده ایالتونو سره په اړیکه کې یو او دوه‌اړخیزې مستقیمې ناستې هم لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او د امریکا له متحده ایالتونو سره هم تماسونه او مستقیمې دوه‌اړخیزې ناستې لري.

د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د بهرنیو چارو وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاسته‌راوړنې وړاندې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ تعامل ته چمتو دی او د رسمیت پېژندنې برخه کې هم هڅې روانې دي.

دی وایي: «دا چې له روسیې وروسته به کوم هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، موږ په دې برخه کې ډېره ښه حوصله لرو، موږ ډېر پرمختګونه لرو، موږ په لومړي قدم کې ډیپلوماټان لېږل، وروسته خبره سفیرانو ته ورسېده، اوس خبره د رسمیت پېژندنې روانه ده او دا هر څه به په وخت سره راڅرګند شي.»

هغه زیاته کړه، هېوادونه طبعاً خپل داخلي نزاکتونه هم لري، سیمه‌ییزه ملګرتیا هم لري، د نړۍ په کچه اړیکې هم لري، په تدریج سره به مخې ته راځي او په راتلونکي کې به دغه پروسه نوره هم پر مخ ولاړه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وایي، رسمیت پېژندل د هېوادونو اړتیا ده او یو نړۍوال تعامل دی، لکه څنګه چې نور هېوادونه اړتیا لري، همداسې یې افغانستان هم لري او دا یې حق دی باید ورکړل شي.

متقي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه وویل: «موږ د امریکا له متحده ایالتونو سره په اړیکه کې یو، هم مستقیماً دوجانبه ناستې لرو او هم د ځینو پروسو مثلاً د دوحې پروسه چې ټول هېوادونه په هغه کې دخیل دي، په هغه کې هم ناستې لرو.»

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button