
د هلمند څپاند سیند مشاعره ترسره شوه
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د هلمند سیند مستو څپو ته څېرمه ورزشي لوبغالي کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره کې چې تېره شپه تر ناوخته یې دوام وکړ، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په کې شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالو ګډون کړی وو.
د دغې مشاعرې ګډون کوونکي وايي، دا ډول فرهنګي ناستې هېواد کې د یووالي ټینګښت برخه کې مهم رول لري.
شاعر اکرامالدین مفتون او محمد ولي شکېب وویل:
«دا ډول مشاعرې زموږ د کلتور د ودې ترڅنګ د خلکو تر منځ د یووالي احساس پیاوړی کوي.»
«شاعر ته تر ټولو ښه فرصت دا دی چې خپل احساسات او د وطن مینه د شعر له لارې نورو ته ورسوي، دا مشاعره همداسې یو پلیټفارم دی.»
د مشاعرې یو بل ګډونکوونکی عبدالطیف عادل چې له کندهاره ورغلی و وویل: «دا ډول فرهنګي ناستې مونږ سره یو کوي او د بېلتون کرښې له منځه وړي.»
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، د هلمند سیند سږنۍ مشاعرې کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.
د یاد ریاست مرستیال مولوي شېر محمد وحدت وویل: «د هلمند د سیند د دودیزې مشاعرې هدف دا دی چې مونږ فرهنګي ارزښتونه ژوندی وساتو. سږکال زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ چې دا خپله د خلکو د مینې څرګندونه ده.»
د هلمند سیند، چې د هېواد له مهمو سیندونو شمېرل کېږي، د ارزښت په پار یې هر کال د هلمند د ولایتي ادارې او اطلاعاتو فرهنګ ریاست په کوربتوب د همدې سیند په نوم کلنۍ مشاعره ترسره کېږي.