
د لوګر پوهنې ریاست سره ولسي وګړو ۷ میلیونه افغانۍ مرسته کړې
د لوګر پوهنې مسوولان وایي چې ولسي وګړو او پانګوالو د ښوونځيو د بیارغونې په موخه له پوهنې ریاست سره د ۷ میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پورعرب مهال راډیو ته وویل چې دغه مرسته باندې یوشمیر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او همدارنګه ۱۴ښوونځيو ۲۰زره زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو سېستمونه جوړ شوې دي.
عرب زیاته کړه، د پخوا په پرتله د ولسي وګړو او پانګوالو له لوري د پوهنې بهیر د لاپياوړتیا په موخه له پوهنې ریاست سره ولسي مرستې زیاتې شوي دي.
هغه همدارنګه د لوګر په پانګوالو او شمتنو خلکو غږ وکړ چې د لوګر ولایت د پوهنې بهیر د پرمختګ لپاره خپلې ولسي مرستې جارې وساتي.
بلخوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله پوهنې ریاست سره د ولس مرسته زیاته شوې ده، خو ټینګار کوي چې په یاده مرسته د پوهنې بهیر د پام وړ پرمختګ نشي کولای.
او پوهنې وزارت ته پکار ده چې د نړیوالو مرستندویانو په ملاتړ د لوګر ولایت د ښوونځيو بیارغاونه او هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې زده کوونکي یې اوس مهال له پراخو ستونزو سره سره په ازاد فضا کې په لیک لوست بوخت دي.