افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۹۹سلنه ښکته شوې

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیايي درملنې په موخه نوي مرکزونه پرانېستل شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس خافظ سیدالرحمن قادري مهال راډیو ته وویل، دغه مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولسوالیو کې پرانېستل شوي چې زرګونه مېندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا، لوګر کې د مور او ماشوم د مړېنې کچه ۹۹سلنه راښکته شوې او هڅه روانه ده چې د یوسلنه لپاره هم د روغتیا برخه کې اغېزمن کار وشي.

قادري زیاته کړه، لوګر کې روغتیايي برخې ته د خلکو لاسرسی زیاته شوی او د اسلامي امارت واک ته رسېدو راهیسې تراوسه ۴۸ نوي روغتیايي مرکزونه د ناروغانو لپاره پرانېستل شوې دي.

لوګر ولایت اوسېدونکې هم خوښ دي چې د عامې روغتیا ورات او یو شمیر نړیوال بنسټونو په همکارۍ د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه ۹ نوي روغتیايي مرکزونه پرانېستل شوې دي، خو ټینګار کوي چې د لوګر ولایتي روغتون سربېره دې د ولسوالیو روغتونونو کې شته ستونزو ته رسیده ګي وشي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button