
افغانستان خبرونهلوګر
احمدزی:هڅه کوو راستانه شویو ته د کار او زدهکړو زمینه برابره کړو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد ذاهدجان احمدزی وايي، هڅه کوي له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
هغه نن (یکشنبه، اسد ۱۹) لوګر کې د حرفهيي زدهکړو له مرکز څخه د ۱۲۶ کسانو فراغت غونډې ته وویل، د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې.
هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو افغانانو ته هم د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
همدارنګه د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دینپرور وویل، افغان ځوانان تر بل هر وخته زیات مسلکي زدهکړو او کار ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، د لوګر ولایتي اداره هڅه کوي چې دغه ولایت کې ځوانانو ته د زدهکړو ترڅنګ، کاري زمینه هم برابره کړي.
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفهيي زدهکړو له مرکز څخه فارغه شویو ۱۲۶ ځوانانو په تېرو شپږو میاشتو کې د موبایل ترمیم، ودانیو ویرنګ او نلدوانۍ په برخه کې مسلکي روزنه لیدلې ده.