
لوګر کې ۱۲۶ کسان له مسلکي زدهکړو فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو لوګر کې له مسلکي زدهکړو د ۱۲۶ کسانو فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد ذاهدجان احمدزي په یاده فراغتغونډه کې وویل چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
احمدزي له فارغینو غوښتنه وکړه چې په خپلو مسلکي برخو کې کار وکړي او خپلې تجرې نورو ځوانانو ته هم ولېږدوي.
دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، افغان ځوانان تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري چې د مسلکي زدهکړو او کار زمینه ورته برابره شي.
هغه زیاته کړه، د لوګر ولایتي اداره هڅه کوي چې په دغه ولایت کې ځوانانو ته د زدهکړو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړي.
بلخوا، د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریيس مولوي محمدحنیف انس وویل، د دغه ریاست د مسلکي زدهکړو له مرکزه نن ۱۲۶ کسان فارغ شول.
هغه زیاته کړه، یادو کسانو په تېرو شپږو میاشتو کې د مبایل د ترمیم، ودانیو ویرنګ او نلدوانۍ برخو کې زدهکړې لیدلې دي