
افغانستان خبرونه
جلالاباد کې د یوناما دفتر تړل شوی نه دی، بلې سيمې ته یې لېږدوي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوناما د دفتر تړل کېدو په اړه له اوازو وروسته، یادې ادارې ویلي چې دفتر یې تړل شوی نه دی، بلکې د ودانۍ د قرارداد موده یې پوره شوې او له هغه ځایه د ښار بلې ساحې ته انتقالېږي.
تېره اونۍ په ټولنیزو پاڼو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې په جلالاباد ښار کې د یوناما دفتر تړل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې په ختیځ کې د یوناما سیمهییز دفتر د ودانۍ د قرارداد موده پای ته رسېدلې او د جلالاباد ښار یوې بلې سیمې ته انتقالېږي.
سرچينې زیاته کړې: «لکه څرنګه چې موږ د دفتر د انتقال په حال کې یو، د خپل ماموریت د سرته رسولو چارې په منظم ډول پرته له کوم خنډه ترسره کوو.»
یوناما لیکلي، خلک کولای شي چې له دغه دفتر سره د شته اړیکو او ادرسونو له لارې اړیکه ونیسي.