
لوګر کې د سرخ اب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه
د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي په «سرخاب» کلي کې د سرخاب لېسې د ودانۍ بیارغولو چارې بشپړې شوې.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب مهال راډيو ته وویل، دغه رغنیزې چارې د یادې ولسوالي د پوهنې له امریت سره په همغږۍ د اسیه افغان خیریه بنسټ په مالي لګښت بشپړې شوي چې شاوخوا ۱۳زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
عرب زیاته کړه: «د ترسره شویو رغنیزو کارونو له لارې د لېسې ودانۍ ټولې برخې بیا ترمیمي شوي، د ودانۍ ټولو برخو ته یې نوی رنګ ورکړل شوی، د ودانۍ بام یې چې پخوا څڅېده ایزوګام شوی، ۴۸ سېټه میزونه او څوکۍ یې ترمیم شوي، د ۱۱۴ مترو په ژوروالي یوه حلقه د اوبو څاه ورته کېندل شوې، د اوبو را ایستلو سولري سیسټم ورته فعال شوی، د پخوانیو زړو کړکیو پر ځای ورته د پي وي سي کړکۍ اېښودل شوي او هم ورته نوې ښېښې اچول شوي دي.»
نوموړي دغه راز وویل، په تېرو څو کلونو کې د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د نړیوالو بنسټونو سربېره د یوشمېر خیریه بنسټونو او سوداګرو پرمټ هم لسګونه ښوونځي بیارغول شوې دي.