افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې دغه ودانۍ د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار په عبادالله په کلي کې د شهید محمد انور لومړني ښوونځي ته په راتلوونکو دریو میاشتو کې جوړیږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې له وزارت سره په تفاهم د آسیه خیریه بنسټ د شاوخوا درې میلونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

عرب زیاتوي، دغه جوړېدونکی یو پوړیز ښوونځی په پاخه او اساسي ډول د دوو میاشتو په موده کې جوړېږي، چې شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او۴ تشنابونه به ولري.

باید وویل شي چې یاد ښوونځی ۱۴ کاله مخکې د پوهنې وزارت له خوا تاسیس شوی، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به یې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button