
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر لوړو زده کړو مؤسسې پوهنتون ته ارتقاء وکړه
لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري رسما د لوګر ولایت لوړو زده کړو مؤسسې پوهنتون ته ارتقاء ورکړه.
ددغه ولایت د پوهنتون مطبوعاتي مسؤل محمد نسیم ریحان مهال راډیو ته وویل، لوګر ولایت لوړو زده کړو مؤسسې د پوهنتون ټول شرایط پوره کړي دي او نن رسما د لوړو زده کړو وزارت له لوري یې پوهنتون ته ارتقا وکړ.
هغه وویل، لوګر ولایت پوهنتون اوس مهال شاوخوا ۱۵ سوه زده کوونکي لري چې په کرنې، شرعیاتو، ښوونې اوجیولوجي پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دی.
ریحان زیاتوي، دوه نوې پوهنځۍ کمپيوټر ساینس او عامه اداره هم منظورې شوې دي چي په نږدې راتلوونکې کې به محصیلین د زده کړو لپاره جذب کړي.
هېره دې نه وي چې لوګر ولایت پوهنتون په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی ده، خو لاهم د هیواد د نورو ولایتونو په شان استادانو او محصیلینو غوښتنې ندې بشپړې شوي.