افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې۷ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت اوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي عبدالرحمن حمیدي په دې اړه جوړ شوو مراسمو ته وویل چې د دغه ولایت په بره‌برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې اوو لومړنیو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې هره ودانۍ د نورو اړینو ملحقاتو ترڅنګ ۶ درسي ټولګي، احاطوي دېوالونه، د پاکو اوبو او سولري سیسټمونه لري.

حمیدي زیاته کړه چې د دغو ودانیو له پرانېستل کېدو سره د شاوخوا ۲۱۰۰ زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شو.

بلخوا، د لوګر د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي جمیل‌احمد مهال راډیو ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري اوو ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې شوې.

هغه ټینګار کوي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر نورو لرو پرتو ولسوالیو کې دې هم هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي چې اوس یې زده‌کوونکي په ستونزو کې زده‌کړې کوي.

د یادونې ده، دوه میاشتې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې اوو ښوونځيو ته ورته معیاري ودانۍ جوړې کړې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button