
د ا.ا چارواکي: هېڅ ګاونډي هېواد ته بده اراده نه لرو، له ټولو سره ښې اړیکې غواړو
د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، ا.ا هېڅ ګاونډي او د سیمې هېواد ته بده اراده نه لري، بلکې له ټولو سره د ښو سوداګریزو، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «ګاونډیو هېوادونو ته وایو چې د هیڅ کوم ګاونډي هېواد په مقابل کې موږ بده اراده نه لرو، د هیچا د امنیت د خرابولو او د هیچا د ملت د وژلو اراده موږ نه لرو، هیڅوک دا باید ونه انګیري چې د افغانستان حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د کمزوري کولو هڅه کوي.»
نوموړي زیاته کړه:«د دوی څخه هم دا غواړو چې په کامل احترام او د افغانستان ولس ته د افغانستان خاورې ته او دفاعي ځواکونو ته د خپل یو مخالف په نظر نه، د یو دوست او یوه ښه ګاونډي په نظر وګوري او که د چا سره داسې یو فکر وي چې زما ګټه د افغانستان په کمزوري کولو کې ده، دا فکر او سوچ یې غلط دی.»
دی وایي، د اسلامي امارت سیاست دا دی چې له هیڅ یوې ټلوالې سره د بلې د ټکولو لپاره لاس یو کول نه غواړي.
ملا یعقوب وویل: «د سیمې هېوادونو ته، ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ لویو قدرتونو ټولو ته دا پیغام ورکوو او په زغرده یې وایو چې د افغانستان په حق کې د چا سره بده اراده وي تر هغې ارادې دې تېر شي، افغانستان ستاسو په حق کې بده اراده نه لري، له ټولو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حسنه روابط غواړو د ټولو سره ښه راشه درشه غواړو، ښه سوداګري غواړو او ښیې دیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې غواړو.»
هغه وایي، افغانستان باید نور د لویو قدرتونو د جکړو ډګر ونه ګرځي.
د نوموړي په خبره: «نه دی روسان او چینیان دا فکر کوي چې افغانستان به د امریکا په اشاره زموږ په خلاف یو څه وکړي او یا به دا خاوره زموږ په مقابل کې او زموږ په زیان استعمال کړي او نه دی روس او چین دا فکر کوي چې دلته به امریکایان د دې خاورې څخه استفاده کوي، راشئ تجارت وکړی او یو د بل سره د بندونو په جوړولو کې مقابله وکړی، د سړکونو په جوړولو کې په پانګونه کې یو بل سره مقابله وکړئ او په دې برخه کې موږ ښه راغلاست درته وایو.»
هغه دغهراز له هېوادوالو وغوښتل څو د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه هڅه وکړي.
ملا یعقوب وايي چې دلته اسلاميت او افغانیت مطرح دی او تعصب ته اجازه نه ورکول کېږي.
په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم خپلو خبرو کې وویل چې هېڅوک دې د افغانستان په اړه «چپه خوبونه» نه ویني.
هغه زیاته کړه: «الحمدالله نظام ډیرې لاسته راوړنې لري او ډیر ښه پرمخ روان دی، اوس که ګاونډیانو کې څوک وي او که د سیمې هیوادونو کې څوک وي، د افغانستان لپاره دې چپه خوبونه نه ویني، افغانستان اوس متحد دی، افغانستان اوس له ډېرو تجربو وروسته یو ډېر ښه نظام جوړ کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «آزادي اخیستل کیږي، ورکول کیږي نه، آزادي د تورې، ټوپک، اتحاد، وحدت، اتفاق او قوي رهبرۍ پرمټ اخیستل کېږي.»
متقي وایي، هغوی چې د اوسني نظام د سرتېرو قدر نه کوي، هغه که مشران دي او که کشران، «الله به یې په دنیا او اخرت کې د هغو خلکو په څېر ذلیل کړي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ذلیل کړي دي.»
هغه وویل: « موږ بايد خپل سیاست او پالیسي مستقل وساتو او خپل ملت مستقل وساتو، بیا به موږ نتیجې ته رسېږو.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې پر ټولو بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راشي، د خپل نظام او ملت ترڅنګ ودرېږي او د نورو په لمسون له بېځایه تخریب لاس واخلي.
هغه همداراز پر ټولو هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانستان په اړه بد نیت ونه لري، اسلامي امارت هرڅه څاري او په اړه یې محاسبې لري.
هغه زیاته کړه:«رابولو یې چې د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه وکړئ، دا ملت څوک اسیر نه شي نیولی؛ د لاسوهنې او تقابل پرځای د اصولو په چوکاټ کې راسره هراړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړئ؛ همدا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت او اقتصادي تعامل لپاره اساس ګڼل کېږي.»