
لوګر شکار کلا پولیسو ځانګړې قطعې روزنیز مرکز څخه ۹۰ تنه پولیس فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د شکار کلا د ځانګړې قطعې مسؤولین وایي چې فارغ شویو سرتیرو، د ځمکني تخنیک، او درندو وسلو استعمال په برخو کې دوه میاشتنۍ مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې وي چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور، د ځانګړو ځواکونو د یادې دورې فارغانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل؛«ستاسو فراغت د څو میاشتو سختو تمرینونو، نظم، او ایماني تعهد پایله ده، نن ورځ هېواد هغو زامنو ته اړتیا لري، چې نه یوازې یې مسلکي روزنې لري، بلکې ایماني، دیني ژمنتیاو سربېره د اسلامي نظام سره هم اخلاص ولري.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړ، د ا.ا ځانګړي ځواکونه اوس مهال مسلکی روزل شوې او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو ترسره کولو ظرفیت لري.
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مولوي محمدامین جان فتحالله خپلو خبرو کې فارغو شویو سرتیرو ته وویل، د ځانګړو ځواکونو مسؤولیت یوازې جګړه نه بلکې د خلکو د عزت او اسلامي ارزښتونو ساتل دي.
ده وویل، ځانګړي ځواکونه اوس پياوړې شوې دې او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو توان لري.
د جوړې شوې غونډې په پای کې فارغ شویو ځانګړو پولیسو یو شمیر نظامي تمرینات هم ترسره کړل.