افغانستان خبرونه

کابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندۍ سیمه کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د ارغندۍ چوک ته څېرمه د یوه تراسپورټي شرکت اړوند یو ۵۸۰ مسافروړونکی موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له عمومي سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د میدان‌ښار ولایتي او د کابل یو شمېر روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په هرات کې هم د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۷۹ کسان مړه شول.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button