افغانستان خبرونه

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې زلزلې مرګژوبله اړولې ده

اسلامي امارت وایي، په مشرقي ځینو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.

دغه زلزله دوه ساعته وړاندې (د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وشوه او د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې دا زلزله د رېښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د وروستۍ زلزلې له امله حوزوي روغتون ۱۵ ټپیان ور وړل شوي او په دره نور ولسوالۍکې دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

په کونړ ولایت کې هم د زلزلې له امله د اوښتې درنې مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي خو تراوسه یې کره شمېرې نشته دي.

د ننګرهار مرستيال والي،  مولوي عزيزالله مصطفی ویلي،  ډير ژر به له ننګرهار څخه کونړ ته په چورلکو کې ډاکټران او درمل ورسول شي او عاجل ناروغان به د چورلکو په له لارې انتقال شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د جزییاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په تاسف سره چې د نن شپې زلزلې زموږ د مشرقي ځینې ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولې، همدا اوس ځایې مسؤلین او خلک د زیانمنو شوو د ژغورلو په هڅو بوختذدي له مرکز او نږدې ولایاتو هم کومکي ټیمونه په لاره دي.»

هغه لیکلي، له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د ژغورنې لپاره کار واخیستل شي.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button