افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمنۍ هواره شوه

د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د لوګر په بره‌کي برک ولسوالۍ کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر ولایت پر مرستیال والي سربېره، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ په «جابر کلا» سیمه کې ۷ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړه رامنځته شوې وه چې له امله یې یو کس وژل شوی و.

د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور په دغه غونډه کې وویل، لوګر ولایت خلک په خپلو کې په یووالي کې ژوند کوي او تل یې خپلې شخړې د مرکو او جرګو له لارې هوارې کړې دي.

نوموړي د مقتول له کورنۍ مننه وکړه چې د سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په غوښتنه یې مقابل لوري ته بښنه وکړه.

همدارنګه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت قومي مشر مولوي محمدیعقوب وویل، دغه روغه جوړه د اسلام مبارک دین په رڼا کې شوې ده او دواړو لورو یوه او بل ته بښنه وکړه او له دې وروسته به په خپلو کې د دښمنۍ پر ځای دوستي پالي.

هغه د لوګر ولایت په قومي مشرانو او خلکو غږ وکړ چې په خپلو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې کورنۍ او ټولنیزې ستونزې د اسلام مبارک دین په رڼا کې هوارې کړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button