افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر څرخ ولسوالۍ سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت له مرکز پل‌علم څخه د څرخ ولسوالۍ د ډبر سیمې پورې د ۱۵.۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یادې پروژې د پیل مراسم د ولایتي ادارې د ملکي او نظامي مسؤلینو او قومي مشرانو په ګډون ترسره شول. د پروژې په چوکاټ کې د سړک د ترمیم ترڅنګ د پلونو جوړول او د سړک د فرشونو ترمیم هم شامل دي.

د لوګر د ټولګټو چارو رئیس، مولوي جنت ګل سراج وویل، چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ پلې کېږي او ټاکل شوې چارې یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د نوموړي په وینا، یاد سړک به په اساسي توګه او د ټاکل شویو معیارونو له مخې بیارغول شي، چې په بشپړېدو سره به یې د څرخ ولسوالۍ د زرګونو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر یوه بریده هوارې شي او له مرکز پل‌علم سره به یې د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي.

بلخوا، د لوګر پوهنتون رئیس، مفتي ضیاءالاحمد صارم او د جهادي مدرسې استازي، مولوي خان محمد منصور د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په ولایت کې د پرمختیايي چارو او خدمتونو د پراختیا شاهدان دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټولګټو چارو ریاست تر چتر لاندې د سړکونو د جوړولو او ترمیم چارې روانې دي. د څرخ ولسوالۍ د یاد سړک د بیارغونې پروژه هم د دغو چارو یوه برخه ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button