افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځېنی نندارتون جوړ شو

لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د مطالعې دود او لرغونو اثارو پوهاوي پراختیا په موخه د کتابونو یو ورځینی نندارتون جوړ شو.

د نندارتون د پرانېستې پر مهال د لوګر ولایت د اطلاعاتو اوکلتور ریاست رئيس مولوي فیض الله جلالي وویل،  یاد نندارتون څخه موخه د تاریخي میراثونو برخه کې د ټولنې د پوهاوي لوړول او د ځوان قشر ترمنځ د کتاب او مطالعې دود پیاوړتیا ده.

جوهري وویل؛ چې په دې نندارتون کې د عامه کتابتون سربېره د همدې سیمې د خصوصي کتاب پلورنځیو بېلابېل علمي، ادبي، ديني او ټولنیز کتابونه، او همدارنګه د پخواني تمدن او کلتوري آثارو بېلګې د خلکو د لېدنې لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

د یاد نندارتون یوه ګډونوال خیرالله مهال راډيو ته وویل، دا ډول نندارتونونه جوړول د مطالعې دود پراختیا لپاره غوره اهمیت لري او په اطلاعاتو او کلتور ریاست یې غږ وکړ چې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم ورته نندارتونه جوړ کړي.

هېره دې نه وي چې تېر کال هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې  د  اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړی شوی و.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button