افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې لسګونه وزګار میرمنو ګلدزوي او موره بافي ته مخه کړې ده

لوګر ولایت مرکز پل علم ښار او ولسوالیو کې یو شمیر وزګار میرمنو د خپلې اقتصادي پياوړتیا په موخه ګلدوزۍ او موره بافي ته مخه کړې ده.

دغه میرمنې وایي لاسي صنایع په ځانګړې توګه ګلدوزي او موره بافي لاهم دغلته د میرمنو د کلتور ځانګړې برخه ده.

لوګر ولایت مرکز پل علم ښار یوه اوسیدونکې برېښنا وایي چې د تېرو څلورو کالونو راهیسې یې په خپلو کور کې د ګلدوزۍ او موره بافي کار پیل کړی ده او له دې لارې هره میاشت لسګونه زره افغانۍ ګټه په لاس راوړي.

هغه وایي د کور کلي ګڼ شمیر وزګار نجونې هم د زده کوونکو په توګه ورته راځي او د ګلدوزۍ او موره بافي په اړه روزنه ورکوي.

« زه له تېرو څلورو کالونو راهیسې ګلدوزي او موره بافي کوم او ما سره په دې کورس کې ګڼ شمیر نور وزګار میرمنې او نجونې هم بوختې دي او زه هره ورځ دویته روزنه ورکوم او د لاسي صنایعو برخه کې جامي برابروم، له دې لارې هم د خپل ځان او هم د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوم.»

نوموړې وايي تېر کال یې په پل علم ښار کې د لاس صنایعو په یوه نندارتون کې ګډون کړی وو او د یاد نندارتون په ترڅ کې لسګونه جوړې افغاني جامې پلورلي دي.

دا میرمن له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د ګلدوزۍ او موره بافي د پراختیا لپاره له دوي سره دوامداره همکاري وکړي.

بلخوا د لوګر اوسیدونکې مریم ستانکزی وایي چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې له د ګلدوزۍ او موره بافي برخه کې زده کړې کوي او اوس مهال په دې توانیدلې چې هره میاشت د میرمنو لسګونه جامې ګلدوزي کړي او د خپل کور اقتصادي چارې پرې سمبال کړي.

هغه وایي زما په شان لسګونه نورې نجونې هم په دې برخه کې کار کوي او د پخوا په پرتله دغه ولایت کې ګلدوزي او موره بافۍ د پام وړ وده کړې ده.

« نورزیه ستانکزی یم د ګلدوزي کورس یوه زده کوونکې یم او ما په تېرو اته میاشتو کې د ګلدوزۍ برخه کې ډير څه زده کړي دي او له دې لارې کولای شم چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړم.»

د ګلدوزۍ برخې یوې بلې زده کوونکې اسما وایي چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په دې برخه کې زده کړي دي او خوشحاله ده چې په دې موده کې یې له استاد څخه ډېر څه زده کړي دي.

نوموړې وایي که څه هم په دې ورستیو کې په لوګر ولایت کې د میرمنو برخه کې کاري فرصتونه کم شوې دي خو لاهم میرمنې په بیلابیلو برخو کې هڅه کوي چې زده کړې او کار ترسره کړي.

« زه اسما سروري یم د لوګر ولایت مرکز پل علم اوسیدونکې او د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ګلدزوي او موره بافي برخه کې کار کوم او مونږ په دې برخه کې ډير څه زده کړي دي، زما خوښيږي چې هره ورځ نوي شیان زده کړم او پرمختګ وکړم او میرمنو ته کار وکړم.»

لوګر ولایت کې د میرمنو د برخې فعالانې وايي که چیرې د لاسي صنایعو په اړه میرمنو ته مسلکي زده کړې او د کار زمینه برابره شي، لرې نده چې لسګونه په کور ناستې وزګار میرمنې به سالیمي بوختي او د اقتصاد له پلوه به په خپلو پښو ودریږي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button