افغانستان خبرونهلوګر

لوګر مرستیال والي: معلولیت لرونکو وګړو لاسنیوی او ملاتړ مو لومړیتوب دی

لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري معلولیت لرونکو وګړو ته د ولچرونو د وېش غونډه کې د لوګر ولایت مرستیال والي په ګدون ددغه ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس او همدارنګه معلولیت لرونکو وګړو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، ا.ا د هغه پروګرامو ملاتړ کوي چې د معلولیت لرونکو او بې وزله کورنیو لپاره ځانګړې شوې وي.

هغه وویل، معلولیت لرونکو او بې سرپرسته ماشومانو لاسنیوی او ملاتړ د اسلامي امارت لومړیتوب ده او هڅه کوي چې یادو وګړو سره په دوامداره توګه مرسته وکړي.

بلخوا د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست رئيس مولوي میر هاشم حذب الله وویل، د لوګر ولایت ۵۰ معلولیت لرونکو وګړو ته ویلچرونه او همدارنګه ۱۵ یتمو او بې وزله ماشومانو ته درسي توکي ووېشل شول.

حذب الله وویل، هڅه کوي هغه معلولیت لرونکو وګړو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې د کار وړتیا ولري

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button